تازه خبرونه ۱۸ ستمبر ۲۰۲۶

د بلوچستان د خوندي کولو لپاره د ترهګرۍ پر ضد عملیات روان دي، صوبايي وزیران

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان صوبايي وزیرانو عاصم کرد ګیلو، حاجي محمد خان لهړي، میر ظهور احمد بلیډي، بخت محمد کاکړ او حاجي ولي نورزي ویلي چې په هېواد کې د ترهګرۍ او ناامنۍ د له منځه وړلو لپاره امنیتي ځواکونه پرله‌پسې مبارزه کوي او د هېواد د ساتنې لپاره خپلې قیمتي قربانۍ ورکوي. هغوی په پېښور کې پر جومات د برید په کلکه غندنه وکړه او ویې ویل چې پر عبادتځای برید کول د سختې خواشینۍ او غندنې وړ عمل دی او هېڅ ډول د منلو وړ نه دی. صوبايي وزیرانو وویل چې د بلوچستان د خاورې د خوندي کولو او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره د ترهګرۍ پر ضد عملیات روان دي او د امنیتي ځواکونو د اغېزمنو اقداماتو له امله د ترهګرو هڅې له ماتې سره مخ کېږي. هغوی وویل، هغه عناصر چې په صوبه کې د حالاتو د خرابولو، د ودانیزو ماشینونو د سوځولو او پر ملي لویو لارو د ټراکټورونو په وسیله د سړکونو د ویجاړولو هڅې کوي، هېڅکله خپلو ناوړه موخو ته نه شي رسېدای، بلکې د دغو کړنو زیان یوازې خلکو ته رسېږي او ولس د داسې عناصرو پر وړاندې له کرکې پرته بل څه نه لري. هغوی وویل چې د حکومت مسؤلیت دی چې خلکو ته عصري اسانتیاوې برابرې او د امن او پرمختګ بهیر روان وساتي. صوبايي وزیرانو زیاته کړه چې ټول ولس د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له امنیتي ځواکونو سره ولاړ دی، امنیتي سرتېري د هېواد د سولې او امنیت لپاره خپلې قربانۍ ورکوي او د هغوی قربانۍ به بې‌ځایه نه ځي. هغوی وویل چې د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو او په هېواد کې د تلپاتې سولې تر ټینګېدو پورې به د ترهګرو پر ضد اقدامات دوام ولري او ولس باید د یووالي او پیوستون له لارې د ریاستي ادارو ملاتړ وکړي.