مقامی ۱۸ ستمبر ۲۰۲۶

په کوټه او د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د جمعې لمانځه او امام بارګاهونو امنیت سخت

کوټه(ویب نیوز) په کوټه او د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د جمعې د لمانځه پر مهال د هر ډول ناخوښې پېښې د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت کړل شوي دي. په کوټه کې د جوماتونو او امام بارګاهونو دننه او بهر امنیتي ځواکونه ګمارل شوي، لمونځ کوونکي تلاشي شوي او پر مشکوکو کسانو سخته څارنه شوې ده. د بازارونو پر مهمو څلورلارو، حساسو سیمو او کوټې ته پر راتلونکو موټرو هم تلاشي سخته کړل شوې ده. د جمعې د لمانځه په اجتماعاتو کې علماء کرامو د هېواد د ثبات، د ترهګرۍ د ختمولو او د اسلامي امت د بریا لپاره ځانګړې دعاوې وکړې. په خطبو کې پر خلکو ټینګار وشو چې خپلمنځي اختلافات ختم او د هغو عناصرو پر وړاندې متحد شي چې هېواد کمزوری کول غواړي. علماء کرامو وویل چې اسلام د انسانیت درس ورکوي او هغه کسان چې د اسلام په نوم ترهګري کوي له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري. هغوی وویل چې د هېواد د ثبات او بریا لپاره هر وګړی باید د شخصي ګټو ترڅنګ ملي ګټو ته هم پام وکړي.