چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د چمن ولسوالۍ د پاک، شنه او ښکلي کولو خوب په حقيقت بدلولو لپاره د چمن ولسوالۍ ادارې په مشرۍ لس ورځنی ځانګړی د پاکوالي، ښکلا او نیالګیو لګولو کمپاین په پوره جوش سره روان دی.
د کمپاین په ترڅ کې د ښار د ټولو مهمو لویو لارو، کوڅو، بازارونو او خلاصو ميدانونو څخه د کثافاتو ډېرۍ له منځه وړل کيږي. د دې تر څنګ د ښار د ښکلا زياتولو او چاپيريال د خوشګواره کولو لپاره په بېلابېلو ځايونو کې د ښکلا او نيالګيو لګولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.
په دې لړ کې نن د چمن ښار مرستيال کمشنر عزيزالله کاکړ د ښار د بېلابېلو سيمو تفصيلي ليدنه وکړه، د روانو پرمختيايي او پاکوالي چارو يې له نږدې ارزونه وکړه او کارکوونکو ته يې د کار کيفيت د لا ښه کولو او د چارو د دوام ساتلو لارښوونې وکړې.
دا ځانګړی کمپاین د چمن ولسوالۍ ادارې، د چمن ميونسپل کارپورېشن او د چمن ولسوالۍ شورا په ګډه همکارۍ پر مخ وړل کيږي.
د ولسوالۍ ادارې وينا ده چې “پاک چمن، شنه چمن” يوازې يو شعار نه، بلکې يوه ژمنه ده، چې د بشپړولو لپاره يې د ادارو تر څنګ د درنو ښاريانو همکاري هم اړينه ده.
راځئ! خپل چمن په ګډه پاک، شنه او ښکلی کړو.
