تازه خبرونه ۱۹ ستمبر ۲۰۲۶

د ولس د ستونزو د حل لپاره زموږ دروازې تل پرانیستې دي: شیخ زرک خان مندوخېل

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخېل ویلي چې د ولس د ستونزو د حل لپاره یې دروازې تل پرانیستې دي او له اړوندو ادارو سره په دوامداره توګه اړیکې ساتل کېږي. نوموړي وویل چې د سړکونو، برېښنا، اوبو، روغتیا او زده کړو په ګډون د بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي. هغه وویل چې د هزاره ټولنې په ګډون د ده په حوزه کې د ټولو ټولنو ستونزې ورته مهمې دي او د ټاکل شوو استازو دنده ده چې د ولس غږ اړوندو ادارو ته ورسوي. نوموړي زیاته کړه چې د بلوچستان د پرمختګ او د ولس د هوساینې لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.