پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې پر ایران د امریکا او اسراییلو برید ښکاره یرغل دی او دا د خبرو اترو پر مهال ترسره شوی دی. هغه وویل چې د سیمې حالات ډېر حساس دي او که ستونزې د خبرو له لارې حل نه شي، پایلې به خطرناکې وي. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان په څېر حالتونه باید بیا تکرار نه شي او د سیمې ټول هېوادونه دې د سولې لپاره ګډې هڅې وکړي
