کوټه (رپورټ) — د بلوچستان والي جعفر خان مندوخېل ویلي چې پاکستان د سولې او شخړو دواړو حالاتو کې مهم او ځانګړی رول ادا کړی او په نړیواله کچه یې د دفاع او سفارتکارۍ ځواک ثابت کړی دی. هغه په خپل بیان کې وویل چې له داخلي او خارجي ننګونو سره سره پاکستان دا وښودله چې یو نسبتاً کوچنی هېواد هم کولی شي نړیواله کچه کې د رهبرۍ او سفارت نوې بېلګې جوړې کړي. د “معرکه حق” یادونه یې وکړه او ویې ویل چې د هند د یرغل پر مهال پاکستان په بریالیتوب سره د خپل حاکمیت او امنیت دفاع وکړه او د هوايي ځواک او پوځ اغېزمنو اقداماتو د دښمن ټولې دسیسې شنډې کړې. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان یو سوله خوښوونکی هېواد دی او د نړیوالو ترینګلتیاوو په منځ کې د سولې، خبرو او هیلو سمبول پاتې شوی دی، حتی د امریکا او ایران ترمنځ یې د خبرو اترو په پیل کې هم رول لوبولی دی. والي ټینګار وکړ چې پاکستان اوس د سولې او خبرو د پُل په توګه راڅرګند شوی او باور لري چې کوچنۍ هڅې هم د یو باثباته راتلونکي لامل کېدای شي. هغه وویل چې لکه څنګه چې پاکستان د سولې مرکز ګرځېدلی، همداسې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) له لارې د سیمې د تجارت او اقتصاد نړیوال مرکز ګرځېدو ته هم چمتو دی، کوم چې به د اسیا اقتصادي نقشه بدله کړي او پاکستان به د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ مهم اقتصادي مرکز وګرځوي.
