د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سینیټر اسحاق ډار ویلي چې ایران ته یې واضح کړې وه چې د سعودي عرب لپاره د پاکستانیانو ژوند هم حاضر دی، هغه دا څرګندونې د پیغام اسلام نړیوال کانفرانس ته د وینا پر مهال وکړې او ویې ویل چې کله پر ایران د اسرائیل له لوري بریدونه کېدل نو په ځواب کې ایران پر ځینو مسلمانو هېوادونو هم بریدونه کول او دعوه یې دا وه چې هدف یې امریکايي اډې دي، اسحاق ډار زیاته کړه چې پاکستان هڅه وکړه دا حالت پای ته ورسوي او له ایران سره یې دا هم شریکه کړه چې د سعودي عرب د امنیت لپاره پاکستانیان هر ډول قربانۍ ته چمتو دي، هغه وویل دواړو لورو ته یې دا باور ورکړی چې د پاکستان لپاره سعودي عرب یوه سره کرښه ده او هېڅوک باید ورته په بده سترګه ونه ګوري، هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ دفاعي تړون یو مهم پړاو دی، اسحاق ډار وویل چې کله پر ایران برید وشو نو پاکستان مهم رول ولوباوه او د دواړو خواوو ترمنځ یې اوربند رامنځته کړ، هغه زیاته کړه اوس هڅه روانه ده چې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند په دوامداره سوله بدل شي او د امت د ګټو ساتنه د پاکستان لومړیتوب دی، نوموړي وویل چې پاکستان غواړي له سعودي عرب او نورو مسلمانو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او د معرکه حق په بریا کې الله تعالی پاکستان سرلوړی کړی او هېڅوک نشي کولی پاکستان ته په بده سترګه وګوري۔
