اسلامآباد (نوی ژوند ویب )اسلامآباد کې د پاکستان علماء کونسل تر سیوري لاندې د پیغامِ اسلام شپږمه نړیواله کانفرانس ترسره شوه چې پکې ګډونوالو د معرکه حق په بریا د الله تعالی شکر ادا کړ او د پاکستان زړورو وسلهوالو ځواکونو ته یې د قدر او ستاینې څرګندونه وکړه. د کانفرنس په اعلامیه کې د حکومت او مسلح افواجو بشپړ ملاتړ اعلان شو او ټینګار وشو چې د هېواد د امنیت او ثبات لپاره د علماوو یووالی مهم دی.د پاکستان علماء کونسل مشر حافظ طاهر محمود اشرفي د خبري ناستې پر مهال اعلامیه ولوستله او ویې ویل چې دا کانفرانس د معرکه حق د کامیابۍ په مناسبت د شکر ادا کولو لپاره جوړه شوې وه، او علما د پاکستان د امنیت لپاره د پوځ تر څنګ ولاړ دي. په اعلامیه کې د پاکستان وزیراعظم او فیلډ مارشل ته د “قائدینِ امن” خطاب ورکړل شو او مبارکي ورته وړاندې شوه، په داسې حال کې چې پر ایران د اسرائیل او امریکا بریدونه په کلکه وغندل شول.ګډونوالو د مولانا ادریس د وژنې هم غندنه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې عاملین دې ژر تر ژره قانون ته وسپارل شي. علامه طاهر اشرفي زیاته کړه چې راتلونکی کال به د پیغامِ اسلام اوومه نړیواله کانفرانس ترسره شي چې پکې به د کعبې امام هم ځانګړې ګډون وکړي.
