کوئټه (نوی ژوند) د پاکستان مسلم لیگ (ن) مرکزي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ غړي شیخ زرق خان مندوخیل ویلي دي چې د ولسي ستونزو حل د حکومت لومړنۍ ذمه واري ده او په دې لړ کې هېڅ ډول غفلت د منلو وړ نه دی، نوموړي ویلي چې د هغه په انتخابي حوزه کې د اوبو، برېښنا، سړکونو او روغتیايي سهولتونو ستونزو ته لومړیتوب ورکړل شوی او د پرمختیايي کارونو لړۍ روانه ده چې له بشپړېدو سره به ولس ترې مستفید شي، هغه د بېلابېلو وفودو سره د خبرو پر مهال وویل چې له ولس سره نېغ په نېغه اړیکه ساتل کېږي، د هغوی ستونزې اورېدل کېږي او اړوندو ادارو ته سمدستي لارښوونې ورکول کېږي، نوموړي زیاته کړه چې په پرمختیايي پروژو کې به شفافیت باوري کېږي او د فنډونو سم استعمال ته به ځانګړې پاملرنه کېږي، هغه دا هم وویل چې د ځوانانو لپاره د روزګار موقعې برابرول د وخت مهمه اړتیا ده او په دې برخه کې بېلابېلې سکیمې روانې دي.
