مقامی ۶ مئی ۲۰۲۶

سرليک: په چمن کې د تعلیمي پرمختګ نوې هیله، حافظ عبدالاحد د ډي ډي ای او په توګه ټاکل شو

چمن(نوی ژوند) د ګورنمنټ مډل سکول مدرسه عربیه تعلیم القرآن مال روډ چمن سره تړلي د علمي او تدریسي خدماتو ترسره کوونکي، بااخلاقه او باصلاحیته استاد او پرنسپل مولوي حافظ عبدالاحد د ضلع چمن د ډسټرکټ ایجوکیشن آفیسر په توګه ټاکل کېدل یوه د ستاینې او حوصله افزا پرمختیا بلل شوې ده، د ګورنمنټ ټیچرز ایسوسی ایشن ضلع قلعه عبدالله چمن پخواني ضلعي سینئر نائب صدر حافظ محمد صدیق مدني د صحافیانو سره په خبرو کې وویل چې دا ټاکنه نه یوازې د نوموړي د محنت، دیانتدارۍ او علمي تړاو اعتراف دی بلکې د تعلیمي حلقې لپاره د امید نوې رڼا هم ده، هغه وویل چې حافظ عبدالاحد په تدریس کې د اخلاص، هڅې او دوامداره کار له لارې ځانګړی مقام ترلاسه کړی، د استاد او پرنسپل په توګه یې د زده کوونکو علمي او اخلاقي روزنې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د ښوونیزو ادارو د ښه مدیریت لپاره یې مهم رول ادا کړی، نوموړي زیاته کړه چې د هغه په مشرۍ کې د اساتذو ستونزو حل، د ښوونځیو د کارکردګۍ ښه والی او د تعلیمي چاپېریال پرمختګ لپاره د عملي ګامونو تمه کېږي، هغه وویل چې حافظ عبدالاحد د دیني او عصري علومو ښه امتزاج لري چې هغه یو متوازن او دوراندیش تعلیمي مشر ګرځوي او په راتلونکي کې به د هغه په مشرۍ د ضلع چمن تعلیمي نظام نور هم پیاوړی شي.