د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شریف ویلي چې باور لري د فیلډ مارشل سید عاصم منیر هڅې به په سیمه کې د تلپاتې سولې لامل شي او د سولې له ټینګښت سره به سوکالي راشي او بې روزګاري به کمه شي، هغه دا څرګندونې په اسلامآباد کې د پاکستان علماء کونسل تر سیوري لاندې د پیغام اسلام شپږم نړیوال کانفرانس ته د وینا پر مهال وکړې او ویې ویل اسلام د سولې دین دی او ټولې ستونزې به د خبرو له لارې حل شي، هغه د ایران او امریکا له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د پاکستان په بلنه اسلامآباد ته راغلي، وزیراعظم زیاته کړه چې د وروستي بحران پر مهال پرته له فرقې او مسلک څخه ټوله قوم لکه د اوسپنې کلکه دیوال ولاړه وه او دا یووالی به راتلونکې کې هم دوام ولري، هغه له علماوو وغوښتل چې د دې موقع څخه په ګټې اخیستنې د امت ترمنځ یووالی او اتفاق پیاوړی کړي، شهباز شریف وویل لکه څنګه چې د پاکستان د جوړېدو پر مهال قوم متحد و همداسې د سیمې د سولې لپاره هم ټول یو دي او پاکستان به د سولې لپاره خپل رول ته دوام ورکوي، هغه ټینګار وکړ چې د حرمین شریفین دفاع ورته تر خپل ژوند هم ګرانه ده او له سعودي عرب سره دفاعي تړون د دې ژمنتیا څرګندونه ده، وزیراعظم وویل چې هغه عناصر چې امت تقسیموي او په ترهګرۍ کې ښکېل دي د مسلمان نوم مستحق نه دي، هغه د فلسطین او کشمیر په اړه د پاکستان اصولي دریځ یو ځل بیا تکرار کړ او ویې ویل تر هغې چې ازادي او قانوني حق نه وي ترلاسه شوی پاکستان به د کشمیري ولس ملاتړ ته دوام ورکوي، نوموړي زیاته کړه چې له پېښوره تر کراچۍ پورې ټوله قوم یو موټی دی او د پیغمبر اسلام ﷺ مبارک ژوند زموږ لپاره د لارې مشعل دی۔
