مقامی ۷ مئی ۲۰۲۶

د جوائنټ روډ او نورو سړکونو پر کمرشل جوړښتونو بنديز، بلوچستان هايکورټ نوټس جاري کړ

کوئټه (نوي ژوند) بلوچستان هايکورټ د جوائنټ روډ په ګډون د مهمو سړکونو پر نويو کمرشل فعاليتونو او جوړښتونو د بنديز په اړه د درخواست اورېدنې پر مهال فدرالي او صوبايي ادارو ته نوټس جاري کړی او د رېلوې متنازع اعلان يې معطل کړی دی۔ عدالت حکم کړی چې تر راتلونکې اورېدنې پورې په يادو سيمو کې د هر ډول نوې تجارتي فعاليت اجازه نه ورکول کېږي۔ د درخواست اورېدنه د چیف جسټس جسټس محمد کامران خان ملاخېل او جسټس محمد نجم الدين مېنګل په مشرۍ دوو کسيزه بينچ وکړه۔ درخواست کې ويل شوي چې مخکې هم عدالت په ۲۰۱۶ کې د انسکمب روډ، زرغون روډ، سمنګلي روډ او جوائنټ روډ په ګډون پر نويو کمرشل جوړښتونو بنديز لګولی و، خو بيا هم ځينو ادارو دا حکمونه له پامه غورځولي دي۔ عدالت د مقدمې تفصيلي رپورټ غوښتلی او د پاکستان رېلوې ډي ايس ته د شخصي حاضرۍ حکم کړی دی۔