مقامی ۷ مئی ۲۰۲۶

د معرکه حق برياوې د ټول قوم لپاره د وياړ وړ دي، بخت محمد کاکړ

کوټه (د نوي ژوند) د بلوچستان د صحت صوبايي وزير بخت محمد کاکړ ويلي دي چې د پاکستان وسله والو ځواکونو د دښمن ناوړه ارادې شنډې کړې او د ټول قوم سر يې په وياړ لوړ کړی دی۔ نوموړي د “معرکه حق” په اړه جاري کړي بيان کې وويل چې د هېواد د دفاع، خپلواکۍ او ملي سلامتۍ لپاره د پاک پوځ قربانۍ نه هېريدونکې دي او ټول قوم د خپلو محافظينو تر څنګ د اوسپنې دېوال په شان ولاړ دی۔ هغه وويل چې په وروستي معرکه کې پاکستان د حکمت عملۍ، زړورتيا او مسلکي وړتيا داسې څرګندونه وکړه چې د نړۍ په کچه يې د هېواد وقار نور هم لوړ کړ۔ بخت محمد کاکړ وويل چې دښمن ته روښانه پيغام رسېدلی چې پاکستاني ولس او پوځ د خپلې خاورې د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته تيار دي۔ صوبايي وزير وويل چې اوس مهال جګړه يوازې په سرحدونو نه بلکې د اطلاعاتو، ميډيا او بيانيې په ډګر کې هم روانه ده او پاکستاني ځوانانو په ټولنيزو رسنيو او نورو پليټ فارمونو د ملي بيانيې په مؤثره توګه دفاع کړې ده۔ نوموړي وويل چې د بلوچستان ولس تل د هېواد د دفاع او استحکام لپاره په لومړۍ کرښه کې ولاړ پاتې شوی او د صوبې د ځوانانو د وطن دوستۍ جذبه د وياړ وړ ده۔ هغه زياته کړه چې د صحت، تعليم او نورو برخو تر څنګ ملي يووالی هم د وخت مهم ضرورت دی او ټول قوم بايد د هر ډول داخلي او خارجي چيلنجونو پر وړاندې متحد پاتې شي۔ بخت محمد کاکړ د پاک پوځ، امنيتي ادارو او قانون نافذوونکو ځواکونو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې او ويې ويل چې د دوی د قربانيو له امله په هېواد کې امن او ثبات ټينګ دی۔