مقامی ۷ مئی ۲۰۲۶

د پاکستان دفاع په قوي لاسونو کې دی، شيخ زرک خان مندوخېل

کوئټه (نوي ژوند) د بلوچستان اسمبلۍ غړي شيخ زرک خان مندوخېل ويلي دي چې د پاکستان زړورو وسله والو ځواکونو يو ځل بيا ثابته کړې چې د هېواد دفاع په نه ماتېدونکو لاسونو کې ده۔ نوموړي د “معرکه حق” په اړه په جاري بيان کې وويل چې د پاک پوځ بريالۍ حکمت عملي او زړورتيا د دښمن ټولې موخې شنډې کړې او ټول قوم پر خپلو ځواکونو وياړي او د هېواد د سلامتيا لپاره هر ډول قربانۍ ته تيار دی۔ هغه وويل چې دښمن د پاکستان پر ضد په بېلابېلو سازشونو بوخت دی خو د قومي اتحاد له امله به ټولې دا هڅې ناکامې شي۔ شيخ زرک خان مندوخېل زياته کړه چې د پاکستان ولس او پوځ ترمنځ قوي رابطه د هېواد تر ټولو لوی ځواک دی او ځوان نسل ته پکار ده چې د ملي يووالي او مثبت سوچ په وده کې فعال رول ولوبوي او په سوشل ميډيا د دروغو او منفي پروپېګنډې مخه ونيسي۔ هغه وويل چې د بلوچستان ولس تل د هېواد د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ پاتې شوی او د صوبې ځوانانو د هر سخت وخت کې د پاکستان ملاتړ ثابت کړی دی۔ نوموړي د هېواد د استحکام لپاره سياسي او ټولنيز يووالی مهم وباله او زياته يې کړه چې ټول بايد د پاکستان د پرمختګ لپاره يو ځای کار وکړي۔ شيخ زرک خان مندوخېل د پاک پوځ، شهيدانو او امنيتي ځواکونو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې او ويې ويل چې قوم به د دوی قربانۍ هېڅکله هېرې نه کړي۔