کوټه (نوي ژوند) د بلوچستان اسمبلۍ غړې فرح عظیم شاه ويلي دي چې په ټول هېواد کې د “معرکه حق” جشن نمانځل کېږي او د پاکستان وسله والو ځواکونو د خپلې زړورتيا، غوره حکمت عملۍ او قربانيو له لارې د ټول قوم سر په وياړ لوړ کړی دی۔ نوموړې د خبري کانفرنس پر مهال وويل چې پاکستان په مېړانه او جرأت سره د دښمن غرور خاورو سره خاورې کړ او د پاک پوځ بريالۍ کاروايۍ به د هېواد په تاريخ کې په سرو زرو وليکل شي۔ هغې وويل چې ټول قوم پر خپلو زړورو ځواکونو وياړي او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير “دلبرانه قيادت” ته سلام وړاندې کوي، چا چې په سختو حالاتو کې د هېواد مشري وکړه او د دښمن ناوړه موخې يې ناکامې کړې۔ فرح عظیم شاه د آئي اېس پي آر ډائريکټر جنرل ته هم د ستاينې پېرزوينې وړاندې کړې او ويې ويل چې په اوسنۍ زمانه کې يوازې د جګړې په ميدان کې بريا کافي نه ده بلکې د بيانيې جګړه هم ډېر اهميت لري۔ هغې وويل چې ميډيا او ټولنيزې رسنۍ اوس د نړۍ د نظر جوړولو مهمې وسيلې ګرځېدلې دي او پاکستاني ولس په هر ډګر کې د يووالي او اتفاق ښکاره مثال وړاندې کړی دی۔ نوموړې اعلان وکړ چې د “جشن معرکه حق” په مناسبت د بلوچستان د کلتور محکمې او “ايمان پاکستان” په ګډه د وينا او سندرو سيالۍ جوړوي چې د مې له ۱۹مې نېټې به پيل او د مې په ۲۴مه به پای ته رسېږي۔ هغې وويل چې په دغو سياليو کې به ځوانانو ته د خپلو وړتياوو څرګندولو ښه فرصت ورکړل شي، د وينا سيالۍ به د قومي يووالي، وطن دوستۍ او د پاکستان د مثبت تشخص پر موضوعاتو وي، په داسې حال کې چې د سندرو سياليو کې به ملي ترانې او کلتوري موسيقي وړاندې کېږي۔ فرح عظیم شاه پر ځوانانو غږ وکړ چې په دغو فعاليتونو کې فعاله برخه واخلي او د خپلو وړتياوو له لارې د بلوچستان او پاکستان مثبت انځور نړۍ ته وړاندې کړي، نوموړې زياته کړه چې بريالي ګډونوال به له انعامونو او اعزازي سندونو سره وستايل شي۔
