مقامی ۷ مئی ۲۰۲۶

د پرنټ ميډيا پر ضد اقدامات بلوچستان نور بحرانونو ته ټېل وهلی شي، لشکري رئيساني

Raisani Lashkri

کوټه (نوي ژوند) د بلوچستان پرنټ ميډيا د چيئرمين سيد انور شاه په مشرۍ يوه استازي پلاوي له نوابزاده لشکري رئيساني سره ليدلي او د صوبايي کابینې له لوري د پرنټ ميډيا په اړه پر وروستيو پرېکړو يې سختې اندېښنې څرګندې کړې دي۔ پلاوي وويل چې په بلوچستان کې داسې اقدامات روان دي چې د پاکستان په بل هېڅ صوبه کې يې ساری نه ليدل کېږي، او که دا پرېکړې عملي شوې نو سلګونه ورځپاڼې او مجلې به وتړل شي او زرګونه کسان به بې روزګاره شي چې له امله به يې په صوبه کې بې قراري او ګډوډي نوره هم زياته شي۔ په پلاوي کې سيد انور شاه، ډاکټر ناشناس لهړي، مير فاروق لانګو، کليم صديق، سردار شاه زمان پيرکاني او ملک بشير شاهواني شامل وو۔ هغوی وويل چې بلوچستان لا له وړاندې د ناامنۍ، بې روزګارۍ، سياسي بې باورۍ، د اظهارِ رائے محدوديتونو او ولسي ستونزو سره مخ دی او په داسې حال کې د سيمه ييزې پرنټ ميډيا کمزوري کول به حالات نور هم خراب کړي۔ سيد انور شاه وويل چې بلوچستان پرنټ ميډيا تل د ولس ستونزې، د لرو پرتو سيمو محرومۍ، بشري حقونه، تعليم، صحت او روزګار په مؤثر ډول را برسېره کړي دي او دا اقدامات نه يوازې د صحافتي آزادۍ پر ضد دي بلکې د زرګونو کورنيو روزګار هم له خطر سره مخ کوي۔ نوابزاده لشکري رئيساني وويل چې په بلوچستان کې د بشري حقونو، وسايلو او سياسي استازيتوب جدي ستونزې موجودې دي او که پرنټ ميډيا کمزورې کړل شي نو دا به د صوبې د حقيقي آواز د خاموشه کولو برابر وي، ځکه سيمه ييزې ورځپاڼې د لرو پرتو سيمو ستونزې تر ټولو ښه را برسېره کوي۔ نوموړي د ټولو سياسي ګوندونو، صحافتي تنظيمونو او قومي قوتونو څخه وغوښتل چې د بلوچستان د راتلونکي، د جمهوريت او د اظهارِ رائے د تحفظ لپاره ګډه مبارزه وکړي۔