پاکستان ۷ مئی ۲۰۲۶

سرليک: د “بنيان مرصوص” عمليات به تاريخ ياد ساتي، طارق فضل چوهدري

اسلام آباد (ی نوي ژوند) وفاقي وزير پارلماني امور ډاکټر طارق فضل چوهدري ويلي دي چې د “بنيان مرصوص” عمليات به تاريخ هرو مرو ياد ساتي او دا به څرګندوي چې څوک ثابت قدم پاتې شول او څوک شاته شول۔ نوموړي په خپل بيان کې وويل چې هند بايد دا عمليات هېر نه کړي او که بيا يې داسې کوم اقدام يا ډرامه وکړه نو ځواب به يې له مخکې څخه هم سخت، مؤثر او قوي وي۔ هغه وويل چې د هند د مشهورو دعوو او پروپاګنډې تر شا د پاکستان پر ضد بې بنسټه بيانيه جوړولو هڅه وشوه، خو کله چې پاکستان د معتبرو شواهدو او نړيوالو بې طرفه پلټنو غوښتنه وکړه نو هند له خپل دريځ څخه شاته شو او هېڅ ځواب يې نه درلود۔ طارق فضل چوهدري وويل چې د هند جعلي عمليات د پاکستان د وسله والو ځواکونو د قوي ځواب له امله ناکام شول او پاکستاني ځواکونو په مؤثره توګه شپږ هندي جنګي الوتکې هم وویشتلې۔ نوموړي وويل چې تاريخ به دا هم ثبت کړي چې څوک پر حقيقت ولاړ وو او څوک يوازې پر پروپاګنډه تکیه کوله۔ هغه زياته کړه چې پاکستان د سولې غوښتونکی هېواد دی خو که بيا کومه جارحيت تحمیل شو نو ځواب به يې ډېر سخت او چټک وي۔