بيکړ، اپر ډېره بګټي (نوي ژوند) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي د پنجشنبې په ورځ د يوې ورځنۍ دورې په ترڅ کې بيکړ اپر ډېره بګټي ته ورسېد، چرته چې يې د ولسي ستونزو، روانو پرمختيايي پروژو او د بنيادي اسانتياوو د برابرولو چارو تفصيلي جاج واخيست۔ په دې موقع پخوانی وزيراعظم انوارالحق کاکړ او پخوانی صوبايي وزير خالد لانګو هم د وزيراعلیٰ بلوچستان سره موجود وو۔ د دورې پر مهال وزيراعلیٰ بلوچستان د مير غلام قادر مېموريئل روغتون تفصيلي معائنه وکړه او د روغتون بېلابېل څانګې، وارډونه او طبي اسانتياوې يې وکتلې۔ د روغتون انتظاميې وزيراعلیٰ ته د طبي سهولتونو، درملو، طبي آلاتو، افرادي ځواک او ورپېښو ستونزو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړ۔ بريفنګ کې د صحت په برخه کې د پرمختګ، عصري اسانتياوو او د ناروغانو لپاره د غوره علاج معالجې د برابرولو په اړه روان اقدامات هم شامل وو۔ په دې موقع مير سرفراز بګټي د روغتون د انتظاميې د کارکردګۍ ستاينه وکړه او ويې ويل چې ولس ته معياري او پر وخت طبي سهولتونه برابرول د حکومت لومړيتوب دی او په دې برخه کې هېڅ ډول غفلت نه شي زغملی۔ نوموړي وويل چې صوبايي حکومت د صحت د نظام د ښه والي لپاره عملي او دوامدار ګامونه پورته کوي څو د لرې پرتو سيمو ولس ته هم د هغوی پر کورونو عصري طبي اسانتياوې ورسېږي۔ وزيراعلیٰ زياته کړه چې د بلوچستان په وروسته پاتې سيمو کې د صحت، تعليم او نورو بنيادي اسانتياوو برابرول د حکومت ذمه واري ده او د ولسي خدمتونو د لا مؤثره کولو لپاره ټولې ممکنه وسيلې کارول کېږي۔ هغه اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په روغتونونو کې د درملو شتون، د ډاکټرانو او پيراميډيکل سټاف حاضري او د طبي خدماتو معيار هر حال کې يقيني کړل شي۔ مير سرفراز بګټي وويل چې حکومت بلوچستان د ولس د خير ښېګړې، د پرمختيايي پروژو پر وخت بشپړېدو او د صحت نظام د عصري کرښو پر بنسټ د جوړولو لپاره جدي اقدامات کوي څو د ولس د ژوند معيار لا ښه شي۔
