پاکستان ۹ مئی ۲۰۲۶

آی اېم اېف پاکستان ته د 1.32 اربه ډالرو قسط منظوري ورکړه

اسلام آباد (ویب ډیسک) نړیوال مالي صندوق (آی اېم اېف) د پاکستان لپاره د 1.32 اربه ډالرو د مالي مرستې منظوري ورکړې ده۔ د اعلامیې له مخې، د توسیعي فنډ سهولت (EFF) او د لچک او پایدارتیا پروګرام (RSF) تر چتر لاندې پاکستان ته د 1.1 اربه او 220 میلیونه ډالرو قسطونه منظور شوي دي۔ آی اېم اېف ویلي چې د منځني ختیځ د جګړې باوجود پاکستان اقتصادي ثبات ساتلی او مالي وضعیت کښې ښه والی راغلی دی۔ اعلامیه زیاتوي چې پاکستان د مالیاتي اصلاحاتو، ټیکس نظام پراخولو، د انرژۍ سکټور سمون، د انساني پرمختګ او ټولنیز تحفظ لپاره خپلې هڅې جاري ساتلې دي۔ د ادارې په وینا د پاکستان د زرمبادلې ذخیرې هم زیاتې شوې دي او د اوږدمهاله اقتصادي ودې لپاره اصلاحاتي پروګرامونه مهم دي۔