مقامی ۹ مئی ۲۰۲۶

بلوچستان کې د ګرمۍ څپه، د صوبې زياتره سيمو کې موسم ګرم او وچ پاتې کېږي

کوئټه (ويب ډيسک) د موسميات ادارې له مخې د بلوچستان په زياترو ضلعو کې به موسم ګرم او وچ وي، په ځانګړي ډول جنوبي سيمې به د سختې ګرمۍ تر اغېز لاندې وي۔ په تېرو 24 ساعتونو کې تر ټولو زياته ګرمي په سبۍ کې 46 درجې سېنټي ګرېډ ثبت شوې ده۔ کوئټه کې 35، قلات کې 32، نوکنډي کې 45 او تربت کې 43 درجې تودوخه ریکارډ شوې ده۔ موسمي کارپوهانو خلکو ته د زياتو اوبو کارولو او د احتياطي تدبيرونو خپلولو سپارښتنه کړې ده۔