کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند) د جمعیت علمائے اسلام بلوچستان صوبایي امیر سینیټر مولانا عبدالواسع او جنرل سیکرټري آغا محمود شاه د مبلغ اسلام شیخ مولانا محمد ادریس د شهادت په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې حکومت د علماوو او دیني مشرانو په ساتنه کښې ناکامه شوې ده۔ هغوی وویل چې د هېواد په شان د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کښې د جمعې په اجتماعونو او تعزیاتي پروګرامونو کښې شهید عالم ته پیرزوینې وړاندې شوې او د قاتلانو د ژر نیولو غوښتنه وشوه۔ مشرانو وویل چې علماوو د هېواد لپاره سترې قربانۍ ورکړي خو بیا هم پرله پسې په نښه کېږي، حتیٰ چې پر مولانا فضل الرحمن هم څو ځله بریدونه شوي دي۔ هغوی زیاته کړه چې د ریاست چوپتیا د کمزورې رټ څرګندونه کوي او حکومت باید ژر تر ژره قاتلان ونیسي او مدرسو او دیني مشرانو ته بشپړ امنیت برابر کړي۔
