پشین(یو این اے) د پشین ضلعې خانوزئي سیمه کې د ځمکې پر شخړه د ډزو له امله د جمعیت علمای اسلام د رودملازئي یونین کونسل مشر او قبایلي شخصیت مولانا عبدالخالق دمړ وژل شوی دی۔ د پولیسو په وینا، د ځمکې د ملکیت پر سر د دوو ډلو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه چې وروسته مهراب خان دمړ ډزې وکړې او مولانا عبدالخالق سخت ټپي شو۔ نوموړی وروسته د خانوزئي سول هسپتال کې د علاج پر مهال وفات شو۔ د پېښې وروسته سیمه کې د غم او قهر فضا خپره شوې او پولیسو د مقدمې درج کولو ترڅنګ د ملزمانو نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي۔
