کوټه(یو این اے) د بلوچستان هایکورټ د جوائنټ روډ پر نوو تجارتي هلو ځلو او تعمیراتي منصوبو بندیز لګولی او د پاکستان ریلوی له خوا د شاپنګ پلازې او مارکیټ متنازع اعلان یې ځنډولی دی۔ د چیف جسټس محمد کامران خان ملاخیل په مشرۍ دوه کسیز بینچ امر کړی چې تر راتلونکې اورېدنې پورې به پر جوائنټ روډ هېڅ نوې تجارتي یا لیزنګ سرگرمي نه ترسره کېږي۔ عدالت د ډي اېس ریلوی شخصي حاضري هم غوښتې او ډپټي کمشنر کوټې ته یې د تجاوزاتو او ناقانونه تعمیراتو په اړه د مفصل رپورټ وړاندې کولو هدایت کړی دی۔ عدالت ویلي چې د 2016 فیصلې خلاف ورزۍ له امله ټرافیکي ستونزې او پارکنګ بحران زیات شوی او د عام ولس ګټو او د سړکونو پراختیا پر ضد به هېڅ ډول نرمښت ونه شي۔
