پاکستان ۹ مئی ۲۰۲۶

د حق معرکه، پاکستان دښمن ته سخته ماتې ورکړې، وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد (ويب ډيسک) وزيراعظم شهباز شريف ويلي چې د حق معرکه د الله تعالی د انعامونو د شکر ورځ ده او پاکستان دښمن ته عبرتناکه ماتې ورکړې ده۔ هغه د يو پيغام په ترڅ کې وويل چې قوم خپلو شهيدانو او غازيانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کوي او شهيدانو د فولادي دېوال په څېر د وطن دفاع کړې ده۔ نوموړي زياته کړه چې د بري، بحري، هوايي او سايبري محاذونو ځواکونو پاکستان نه ماتېدونکی قوت ګرځولی دی او پاکستانی قوم نه وېرېدلی شي او نه ټيټېدلی شي۔ وزيراعظم وويل چې د دښمن د يرغل پر وړاندې پاکستان پرېکنده برتري ترلاسه کړې او د هېواد د سرحدونو د دفاع لپاره بشپړ چمتو دی۔ هغه د فيلډ مارشل عاصم منير، ائير چيف مارشل او اېډمرل د زړورې رهبرۍ او تګلارې ستاينه وکړه۔ شهباز شريف وويل چې پاکستان به د خوارجو او فتنه الهند تر ختمېدو پورې خپله مبارزه جاري ساتي او د کشمير مسئلې له حل پرته په سيمه کې امن ناشونی دی۔ هغه وويل چې پاکستان به د کشمير ولس د آزادۍ د حق ملاتړ ته دوام ورکوي او نړۍ پاکستان د يو ذمه وار هېواد په توګه مني۔ نوموړي زياته کړه چې پاکستان د نړيوال امن او ثبات ضامن ګرځېدلی او د امريکا او ايران ترمنځ شخړه کې د پاکستان د منځګړيتوب کردار نړيواله ستاينه ترلاسه کړې ده۔