پاکستان ۹ مئی ۲۰۲۶

د حق معرکې د بريا يو کال پوره کېدو په مناسبت د پاکستان ائيرپورټس اتهارټۍ له خوا پوځ ته پېرزوينې

اسلام آباد (ويب ډيسک) د حق معرکې د تاريخي بريا يو کال پوره کېدو په مناسبت پاکستان ائيرپورټس اتهارټۍ د پاکستان وسله والو ځواکونو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې دي او د اسلام آباد انټرنېشنل ائيرپورټ پر ډيجيټل سکرينونو د پوځ سره د يووالي څرګندونه روانه ده۔ په ائيرپورټ کې د شهيدانو او غازيانو د زړورتيا د ستاينې لپاره ځانګړې ډيجيټل کمپاين پيل شوی چې پکې د افواج پاکستان قربانۍ، مسلکي وړتياوې او ملي خدمتونه ستايل کېږي۔ د پي اې اے چارواکو په وينا د دې کمپاين موخه ولس ته د هېواد د دفاع لپاره د ورکړل شوو قربانيو اهميت څرګندول او د ملي يووالي فضا پياوړې کول دي۔ ائيرپورټ ته راغلي خلک د دغو پيغامونو ستاينه کوي او خپلو زړورو ځواکونو سره د مينې څرګندونه کوي۔