پاکستان ۹ مئی ۲۰۲۶

د سوداګرې ټولنې په سلا به دوامداره تجارتي پالیسۍ جوړوو، د تجارت وزیر

اسلام آباد (ویب ډیسک) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان ویلي چې د سوداګرو او صنعتکارانو په مشوره به داسې تجارتي پالیسۍ جوړې شي چې د هېواد اقتصادي ثبات او صنعتي پرمختګ ته وده ورکړي۔ هغه دا خبرې د پاکستان بزنس کونسل او صنعتي استازو سره په یوه غونډه کښې کړې دي، چې پکې د ټېرف اصلاحاتو، صنعتونو ته ورپېښو ستونزو او اقتصادي پایدارتیا په اړه خبرې وشوې۔ صنعتکارانو وویل چې په ناڅاپي ډول د ډیوټیو کمول د مقامي صنعت، پانګونې او حکومتي عوایدو لپاره زیانمن ثابتېدای شي۔ جام کمال خان وویل چې پاکستان ته د اوږدمهاله صنعتي ودې، دوامداره پالیسۍ او د صنعتونو د ملاتړ اړتیا ده، ځکه چې د هېواد اقتصادي، امنیتي او د انرژۍ حالات د سیمې له نورو هېوادونو سره توپیر لري۔