کوئټه: پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ اعلان کړی چې د پښتون قومي تحریک ستر مشر، سیاستوال، لیکوال او دانشور ارواښاد عبدالرحیم خان مندوخیل د نهم تلین په مناسبت به د مې په 10مه نېټه د کوئټې لیاقت پارک کښې یوه لویه ولسي غونډه ترسره شي۔ په غونډه کښې به د ګوند چیئرمین خوشحال خان کاکړ او نور مرکزي او صوبایي مشران ویناوې کوي۔ په بیان کښې ویل شوي چې عبدالرحیم خان مندوخیل خپل ټول ژوند د قومي حقونو، جمهوریت، پارلماني بالادستۍ او سیاسي شعور د بیدارۍ لپاره وقف کړی و۔ ګوند له ولس، ځوانانو، زده کوونکو او سیاسي فعالانو غوښتنه کړې چې په دې غونډه کښې پراخ ګډون وکړي او د نوموړي ملي، سیاسي او فکري مبارزې ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړي۔
