اوسته محمد (ويب ډيسک) د بلوچستان د مالدارۍ صوبايي وزير سردارزاده فيصل خان جمالي په ځانګړو هداياتو د “معرکه حق” په مناسبت د افواج پاکستان په ملاتړ لويه ريلي ترسره شوه۔ ريلي د بېلابېلو لارو څخه تېرېدو وروسته د ډپټي کمشنر دفتر مخې ته پای ته ورسېده۔ ويناوالو وويل چې د پاکستان پوځ د هېواد د دفاع لپاره هر وخت چمتو دی او ولس د خپلو وسله والو ځواکونو تر شا ولاړ دی۔
