پاکستان ۹ مئی ۲۰۲۶

د معرکة الحق بریا، پاکستان دښمن ته سخته ماتې ورکړې، وزیراعظم شهباز شریف

اسلام آباد( ویب ډیسک) وزیراعظم شہباز شریف ویلي دي چې معرکة الحق د الله تعالی د انعامونو د شکر ورځ ده او پاکستان دښمن ته عبرتناکه ماتې ورکړې ده۔ هغه خپل پیغام کښې ویلي چې قام خپلو شهیدانو او غازیانو ته د عقیدت پېرزوینې وړاندې کوي، ځکه هغوی د فولادي دېوال په شان د وطن دفاع کړې ده۔ ده وویل چې ځمکني، سمندري، فضایي او سایبري محاذونو کښې وسله والو ځواکونو پاکستان نه ماتېدونکی قوت ګرځولی دی او پاکستانی قام نه وېرېدلی شي او نه ټیټېدلی شي۔ وزیراعظم زیاته کړه چې پاکستان د دښمن د جارحیت په مقابله کښې پرېکنده برتري ترلاسه کړې او د خپلو پولو د دفاع لپاره بشپړ چمتو دی۔ هغه د فیلډ مارشل عاصم منیر، ایئر چیف مارشل او ایډمرل د زړورې مشرۍ ستاینه وکړه۔ وزیراعظم وویل چې پاکستان به د خوارجو او فتنه الهند تر خاتمې پورې ثابت قدم پاتې شي او د کشمیر مسئلې تر حل پرته سیمه کښې امن ناشونی دی۔