اسلام آباد( ویب ډیسک) Pakistan Airports Authority د معرکة الحق تاریخي بریا یو کال پوره کېدو په مناسبت افواج پاکستان ته د عقیدت او ستاینې پېرزوینې وړاندې کړې دي۔ د اسلام آباد نړیوال هوایي ډګر پر ډیجیټل سکرینونو د وسله والو ځواکونو د قربانیو، مېړانې او مسلکي وړتیا په اړه ځانګړي پیغامونه خپرېږي۔ چارواکي وایي د دې کمپاین مقصد ولس او مسافر د هېواد د دفاع لپاره ورکړل شوو قربانیو نه خبرول او ملي یووالي ته وده ورکول دي۔ هوایي ډګر ته راتلونکي خلک هم د خپلو وسله والو ځواکونو په ملاتړ مثبت جذبات څرګندوي۔
