مقامی ۹ مئی ۲۰۲۶

د معرکه حق د بریا یو کال پوره کېدو په مناسبت د پاک پوځ د قربانیو ستاینه، د اسسټنټ کمشنر په مشرۍ لاریون

ژوب(نوی ژوند) د معرکه حق او د هند د ماتې د یو کال پوره کېدو په مناسبت په ژوب کې د اسسټنټ کمشنر محمد نوید عالم په مشرۍ د پاک پوځ سره د یووالي ستر لاریون ترسره شو. لاریون د ګورنمنټ ماډل هائیر سیکنډري سکول څخه پیل او د سنټرل جیل روډ پورې ورسید. په لاریون کې قبایلي مشرانو، استادانو، زده کوونکو او ګڼ شمېر خلکو ګډون وکړ. ګډونوالو د وطن سره د مینې، ملي یووالي او د هېواد د دفاع په ملاتړ شعارونه ورکړل او د پاک پوځ قربانیو ته یې درناوی وړاندې کړ. ویناوالو وویل چې معرکه حق ثابته کړه چې پاکستانی ولس د خپلې دفاع لپاره یو موټی دی او ځوان نسل باید د تعلیم ترڅنګ ملي شعور او حب الوطني هم پیاوړې کړي.