کوټه (ویب ډیسک) د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ د جنوبي پښتونخوا صوبایي کمېټې مهمه غونډه د صوبایي مشر نصرالله خان زیرے په مشرۍ پیل شوې ده، چې پکې د ګوند مشر خوشحال خان کاکړ د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون کړی دی۔ غونډه کښې د ګوند سیاسي او تنظیمي رپورټونه وړاندې کېږي او د سیمې د امن او امان خراب وضعیت، بې روزګاري، تعلیمي ستونزو او ګرانۍ په اړه بحث روان دی۔ د ګوند مشرانو ویلي چې پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي به د قومي، جمهوري او آئیني حقونو لپاره خپله مبارزه نوره هم منظمه کړي۔ غونډه کښې د ځوانانو، زده کوونکو او مزدورانو سره د اړیکو پیاوړتیا او راتلونکې سیاسي تګلارې په اړه هم سلا مشورې روانې دي، او د غونډې په پای کښې به مهم قراردادونه او راتلونکی لایحه عمل اعلان شي۔
