کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند) د ینګ ډاکټر ایکشن کمیټۍ مشرانو ډاکټر طاهر موسیٰ خیل او ډاکټر ابرار کاکړ ویلي دي چې د ینګ ډاکټرز ایسوسی ایشن بلوچستان د 2023 کال کابینه غیر آئیني او غیر قانوني ده او باید ختمه شي او نوې کابینه دې د شفافو انتخاباتو له لارې جوړه کړل شي۔ هغوی په کوټه پریس کلب کښې خبري غونډې ته وویل چې تنظیم د سپریم کونسل په نوم یوې مشاورتي ډلې یرغمال کړی او د جمهوري طریقې پر ځای خوښې کسان په عهدو مقررېږي۔ مشرانو وویل چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د غیر جمهوري پرېکړو مخالفت کوي خو غوښتنې یې نه منل کېږي۔ هغوی غوښتنه وکړه چې تنظیمي چارې دې په جمهوري طریقه وچلول شي او سپریم کونسل دې د تنظیم په چارو کښې له مداخلې منع کړل شي۔
