مقامی ۹ مئی ۲۰۲۶

سيد شراف آغا: د ولس خدمت کوونکي ادارې اوس تشې شوې دي

کوټه (ويب ډيسک) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې فساد او خرابې حکومتدارۍ ټولې ادارې فلج کړې دي او د ولس خدمت کوونکي ادارې اوس تشې شوې دي۔ مشرانو وويل چې د تعليم، روغتيا، روزګار، پاکو اوبو، بېروزګارۍ، برېښنا لوډشيډنګ، د ګېس کم فشار، خراب صفايۍ، غلا، تښتونو او خراب امنيتي وضعيت له امله عام خلک له ذهني فشار سره مخ دي۔ ويناوالو ټينګار وکړ چې د ولس د ستونزو د حل لپاره هر ګوندي کارکوونکی بايد خپله ذمه واري په جدي توګه ترسره کړي، ځکه منظم سياسي تحريک او پياوړې تنظيم د دوی د بقا ضمانت دی۔ غونډه کې د بېلابېلو سيمه ييزو يونټونو نوې کابينې هم وټاکل شوې او ويناوالو هيله څرګنده کړه چې نوي مشران به د ګوند سياسي او تنظيمي فعاليتونه نور هم پياوړي کړي۔