مقامی ۹ مئی ۲۰۲۶

محمود خان اچکزئی به د لوی اختر په څلورمه ورځ چمن کښې ولسي جلسې ته وینا کوي

چمن (ویب ډیسک) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، د تحریک تحفظ آئین پاکستان سربراه او په قومي اسمبلۍ کښې د مخالفې ډلې مشر محمود خان اچکزئی د لوی اختر په څلورمه ورځ په چمن کښې د یوې سترې ولسي جلسې ته د وینا کولو لپاره راځي۔ د جلسې د تیاریو جاج اخیستو لپاره د میونسپل کارپوریشن تحصیل کمېټې غونډه د اولس یار خان اچکزئي په مشرۍ وشوه، چې پکې د ګوند مرکزي او صوبایي مشرانو ګډون وکړ۔ غونډه کښې د محمود خان اچکزئي د هرکلي لپاره د جلوسونو، وال چاکنګ، بینرونو او نورو انتظاماتو جاج واخیستل شو او بېلابېلې کمېټې جوړې شوې۔ ویناوالو وویل چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ولسواکۍ او ولسي حقونو تر ټولو ستر سیاسي غږ دی او د محمود خان اچکزئي سیاسي دریځ نن د ټول هېواد د جمهوري قوتونو غږ ګرځېدلی دی۔ هغوی د چمن پر پوله او سوداګریزو لارو بندیزونو ته په اشارې وویل چې د سیمې خلک له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي او د خلکو روزګار اغېزمن شوی دی۔ مشرانو له ولسه وغوښتل چې د جلسې په بریالیتوب کښې پراخ ګډون وکړي۔