مقامی ۹ مئی ۲۰۲۶

نوشکي کې په سکول کې ډزې، استاد او یو ځوان وژل شوي

نوشکي(نوی ژوند) د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په یوه سکول کې نامعلومو وسله والو ډزې کړې چې له امله یې یو استاد او د یوتھ ګروپ یو غړی وژل شوي دي. د پولیسو او سکول سرچینو له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د سکول په لایبرېرۍ کې د PTSMC تر سیوري لاندې تربیوي ورکشاپ روان و. وسله والو سکول ته دننه شول او ناتاره ډزې یې وکړې چې له امله یې حق نواز په ځای ووژل شو او استاد محمد اکرم سخت ټپي شو، خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. له دې پېښې وروسته په سیمه کې ویره خپره شوې او پولیسو پلټنې پیل کړې دي، خو تر اوسه د برید لامل نه دی څرګند شوی.