پاکستان ۹ مئی ۲۰۲۶

پاکستان د جګړې تر څنګ د امن ملاتړی هم دی، عطاالله تارړ

اسلام آباد(یو این اے) د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاالله تارړ ویلي چې پاکستان د جګړې په ډګر کې د بریا ترڅنګ د امن غوښتونکی هېواد هم دی او د پاکستان د امن غوښتنه باید کمزوري ونه ګڼل شي۔ نوموړي د معرکه حق د بریا د یو کال پوره کېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کې وویل چې د معرکه حق او آپریشن بنیان مرصوص پر مهال ټوله قوم د خپلو وسله والو ځواکونو ترڅنګ ولاړ وو۔ هغه وویل چې پاک فضاییه او د هوايي دفاع نظام نړیواله کچه کې خپله وړتیا ثابته کړه او دښمن ته داسې سخت ځواب ورکړل شو چې په څو ساعتونو کې اوربند ته اړ شو۔ عطاالله تارړ زیاته کړه چې پاکستانی رسنیو، ځوانانو او سوشل میډیا کاروونکو د بیانیې په جګړه کې مهم کردار ادا کړی او نن پاکستان نړۍ کې د امن او ثبات نښه بلل کېږي۔