مقامی ۹ مئی ۲۰۲۶

پنجاب اسمبلۍ کښې د معرکة الحق د بریا په مناسبت قرارداد وړاندې شو

کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند) د مسلم لیګ نون غړې عظمیٰ کاردار په پنجاب اسمبلۍ کښې د معرکة الحق د بریا د یو کال پوره کېدو په مناسبت مبارکۍ قرارداد جمع کړی دی۔ په قرارداد کښې ویل شوي چې د پاکستان وسله والو ځواکونو د دښمن د جارحیت پر ضد کلک ځواب ورکړی او د هېواد امنیت یې خوندي کړی دی۔ قرارداد زیاتوي چې په تېرو دولسو میاشتو کښې سیاسي او عسکري مشرۍ د هېواد دفاع لا پیاوړې کړې او ولس هم د خپلو ځواکونو سره بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی۔ په قرارداد کښې د هېواد د امنیت، ثبات او د وسله والو ځواکونو د بریا لپاره نېکې هیلې هم څرګندې شوې دي۔