مقامی ۹ مئی ۲۰۲۶

په نړیوال بازار کښې د تېلو بیې کمېدو باوجود د پټرولو ګرانوالی رد، د مې له 11مې احتجاجونه پیلېږي

کوئټه (ویب ډیسک) د پاکستان مرکزي تنظیم تاجران د نړیوال بازار کښې د خام تېلو بیې راکمېدو باوجود په هېواد کښې د پټرولو او ډیزلو د نرخونو زیاتوالی غندلی او د مې له 11مې نېټې څخه یې د هېواد په کچه د احتجاجونو اعلان کړی دی۔ د تنظیم مشر سیف الدین نثار ویلي چې حکومت د پټرولیم لېوي په زیاتولو سره پر ولس اضافي بوج اچولی دی، حال دا چې خلک لا له وړاندې د ګرانۍ، بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو ښکار دي۔ هغه وویل چې په ټولو لویو او وړو ښارونو کښې به د حکومت د اقتصادي پالیسو، جبري لاک ډاون او د ایف بي آر د ټیکسونو پر ضد احتجاجي مظاهرې او لاریونونه کېږي۔ د تنظیم په وینا د برېښنا، ګاز او ایل پي جي لوړې بیې د عام ولس ژوند نور هم ستونزمن کړی دی۔