مقامی ۹ مئی ۲۰۲۶

کوئټه او بلوچستان د سختې ګرمۍ تر اغېز لاندې، په ځینو سیمو کې تودوخه 49 درجې ته ورسېده

کوئټه(نوی ژوند) په بلوچستان کې د ګرمۍ شدت نور هم زیات شوی او کوئټه په ګډون د صوبې زیاتره سیمې د سختې تودوخې او هیټ ویو تر اغېز لاندې راغلې دي. د موسمیاتو ادارې او هوا پېژندونکو په وینا په سبی، کچهي، نصیرآباد، جعفرآباد، جھل مګسي، صحبت پور او نورو میداني سیمو کې د حرارت درجه تر 49 سانتي ګرېډه رسېدلې ده. چارواکو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به د تودوخې درجه نوره هم لوړه شي او په ځینو سیمو کې 53 درجې ته د رسېدو امکان شته. د موسمیاتو ادارې ویلي چې د مې په 10 او 11 نېټه د بلوچستان په ځینو برخو کې د دوړو توپان، تېزو بادونو او باران امکان هم شته. خلکو ته سپارښتنه شوې چې له غیر ضروري ګرځېدو ډډه وکړي، زیاتې اوبه وڅښي او د ماشومانو او سپین ږیرو ځانګړې پاملرنه وکړي.