مقامی ۹ مئی ۲۰۲۶

کوئټه او د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د جوماتونو او امام بارګاوو امنیت سخت کړل شو

کوئټه(نوی ژوند) په کوئټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې د جمعې د لمانځه پر مهال د هر ډول ناوړه پېښې د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت کړل شوي دي او په بېلابېلو سیمو کې ناکې لګول شوې او تلاشي روانه وه. د بېلابېلو مذهبي ګوندونو له لوري د شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس د شهادت او د دیني مدرسو د ځورونې پر ضد د جمعې په خطبو کې غندنیزې پرېکړې منظور شوې او د احتجاج ورځ ولمانځل شوه. علماوو وویل چې د مولانا محمد ادریس شهادت د اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د پاکستان د مسلمانانو لپاره لوی او نه جبرانېدونکی زیان دی. ویناوالو زیاته کړه چې دیني مدرسې او علما بې سرپرسته نه دي او د مدرسو د رجسټریشن او فنډنګ په نوم خنډونه جوړول د منلو وړ نه دي. هغوی له حکومت څخه وغوښتل چې د دیني ادارو خپلواکي او ازادي دې خوندي کړي.