مقامی ۱۱ مئی ۲۰۲۶

حکومت او ولس دې په ګډه ستونزې کنټرول او د بلوچستان وسايل دې د همدې ولس پر خير ولګول شي، د بلوچستان د صحت وزير

کوټه (نوې ژوند) د بلوچستان صوبايي وزير صحت بخت محمد کاکړ ويلي دي چې د وخت مهم تقاضا دا ده چې حکومت او ولس په ګډه د ستونزو د حل لپاره کار وکړي او د بلوچستان وسايل د همدې صوبې د ولس پر خير ولګول شي، څو بلوچستان د پرمختګ پر لور روان شي۔هغه وويل، موجوده صوبايي حکومت په خپل دور کې چې کوم پرمختيايي کارونه کړي، د بې روزګارۍ د ختمولو او د امن و امان د ټينګښت لپاره يې چې کوم اقدامات کړي، د هغو مثبت اثرات اوس څرګندېدل پيل شوي دي او راتلونکې کې به نور هم ښه پايلې ورکړي۔بخت محمد کاکړ وويل، پخوا به په سرکاري روغتونونو کې څوک د علاج او معالجې لپاره تيار نه وو، خو اوس نه يوازې د کوټې بلکې د نورو صوبو خلک هم دلته د علاج لپاره راځي، چې دا د صوبايي حکومت او په ځانګړي ډول د صحت محکمې لپاره د وياړ خبره ده۔هغه دا خبرې د ټېليفون له لارې د خبرو اترو پر مهال وکړې۔ نوموړي زياته کړه چې د بلوچستان ولس ته د روغتيايي اسانتياوو برابرول د وزيراعلیٰ بلوچستان د ويژن له مخې د صحت محکمې لومړيتوب دی، او ولس ته به د هغوی پر درشل هر ممکن سهولتونه برابر کړل شي۔هغه خبرداری ورکړ چې په دې لړ کې به هېڅ ډول غفلت او کوتاهي ونه زغمل شي، او د غفلت کوونکو پر ضد به محکمانه کارروایي ترسره کېږي۔صوبايي وزير وويل، په سرکاري روغتونونو کې غيرحاضري به په هېڅ صورت ونه زغمل شي۔ “موږ د خپل حلف پابند يو، ولس پر موږ باور کړی او تر ايوانه يې رسولی يو، نو زموږ فرض دی چې د ولس ستونزې د هغوی پر درشل حل کړو او د ولس اعتماد ته زيان ونه رسوو.”