اسلام آباد (نوې ژوند) ولسمشر آصف علي زرداري د بنو په فتح خېل پوليس سټېشن باندې د “فتنه الخوارج” ترهګرو د بريد په نتيجه کې د شهيد شويو پوليس اهلکارو ته د عقيدت او درناوي پېغام وړاندې کړی دید ايوان صدر د پرېس ونګ له مخې، ولسمشر د شهيدانو د مغفرت او د هغوی د درجاتو د لوړوالي لپاره دعا کړې ده۔ولسمشر د پېښې په ترڅ کې د سيمه ييزو خلکو د کورونو د زيان له امله د افسوس څرګندونه کړې او فدرالي او صوبايي حکومتونو ته يې هدايت کړی چې د زخميانو او اغېزمنو کسانو هر ډول مرسته دې يقيني کړي۔آصف علي زرداري وويل چې د ترهګرو ناپاک اهداف به ناکام کړل شي او ملت د خپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی۔هغه زياته کړه چې په داسې وخت کې چې پاکستان د سيمه ييز او نړيوال امن لپاره هڅې کوي، د هند په ملاتړ فعال ترهګر د طالبانو د ملاتړ له خوندځایونو څخه د پاکستان ملکي وګړي او قانون نافذ کوونکي ادارې په نښه کوي۔ولسمشر وويل چې پاکستان به د نړيوال امن په هڅو کې بريالی کېږي او ترهګر او د هغوی ملاتړ کوونکي به ماتې خوري۔هغه ټينګار وکړ چې پاکستان به نه يوازې ترهګر بلکې د هغوی مرسته کوونکي او ملاتړ کوونکي عناصر هم په نښه کړي او له منځه به يې يوسي۔
