کوټه (نوې ژوند) د عوام پاکستان پارټۍ بلوچستان صوبايي جنرل سېکرټر پروفيسر ډاکټر حليم صادق د راډيو پاکستان کوټه سټېشن نه د بلوچي او براهوئي خبري بليټن د ختمولو پرېکړه په سختو ټکو غندلې او دا يې د بلوچستان له ولس سره بې انصافي، تعصب او د سيمه ييزو ژبو پر ضد اقدام بللی دی۔هغه وويل چې بلوچستان يو پراخ صوبه ده، چيرته چې په ډېرو لرې پرتو سيمو کې لا هم اخبارونه، انټرنېټ، سوشل ميډيا او نور عصري وسايل د لاسرسي وړ نه دي۔ په داسې حالاتو کې د راډيو پاکستان خپرونې د خلکو لپاره د خبرونو، حالاتو او حکومتي پاليسيو د معلوماتو يوازينی مهم وسيله ده۔پروفيسر حليم صادق وويل چې بلوچي او براهوئي ژبې د بلوچستان د لرغوني کلتور، تاريخ او شناخت مهمه برخه ده، او په دې ژبو کې د خبري بليټن ختمول د ميليونو خلکو د معلوماتو حق تر پښو لاندې کول دي، چې له امله به د محروميت احساس نور هم زيات شي۔هغه زياته کړه چې ملي ادارې بايد ټولو ژبو او کلتورونو ته مساوي اهميت ورکړي، څو ملي يووالی او ورورولي پياوړې شي۔نوموړي وويل چې راډيو پاکستان تل د بلوچستان د خلکو لپاره د معلوماتو، تعليم او کلتوري يووالي مهم مرکز پاتې شوی، خو د دې بليټنونو بندېدل خلک سخت اندېښمن کړي دي۔پروفيسر ډاکټر حليم صادق له وفاقي حکومت، د اطلاعاتو وزارت او اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د بلوچي او براهوئي خبري بليټنونه بيرته بحال کړي، څو د خلکو اندېښنې او بېقراري ختمه شي۔هغه وويل چې د سيمه ييزو ژبو ساتنه او پرمختګ د رياست آئيني او ملي ذمه واري ده، او په دې برخه کې هېڅ ډول غفلت د منلو وړ نه دی۔
