کوټه (اے این این) د جمعيت علماء اسلام صوبايي امير مولانا عبدالواسع، د اسمبلۍ غړو اصغر علي ترين، مير زابد ريکي او پخواني صوبايي وزير حاجي محمد نواز خان کاکړ وويل چې د علماوو او ولس د ساتنې پر ځای ادارې يوازې د خپل ځان د تحفظ فکر کوي۔ هغوی وويل، د اسلام په نوم جوړ شوي هېواد کې سلګونه علماوو د شهادت جام نوش کړی، خو تر اوسه د علماوو قاتلان نه دي نيول شوي۔هغوی زياته کړه چې هېواد د علماوو لپاره د قتل ګاه بڼه خپله کړې ده او د حکومت کارکردګي يوازې تر غندنيزو بيانونو محدوده پاتې شوې ده۔ د دوی په وينا، تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د دغو پېښو تر شا “ماسټر مائنډ” څوک دی او په هېواد کې د علماوو وژونکي څوک دي۔ هغوی وويل، حکومت يوازې په غندنه کولو سره له خپلې ذمه وارۍ نه شي خلاصېدلی۔دوی وويل، د امن او امان لپاره د اربونو روپو ځانګړې کېدو باوجود که د ترهګرۍ مخه نه شي نيول کېدای، نو بيا په هېواد کې د يو درجن نه زياتو ادارو د موجوديت مقصد څه دی؟ هغوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې د قاتلانو د نيولو لپاره جدي اقدامات وکړي او د علماوو د شهادتونو ازادې او منصفانه پلټنې دې يقيني کړي، ګنې قومي او صوبايي حکومتونه به د دغو وژنو ذمه وار ګڼل کېږي۔مشرانو وويل، په هېواد کې د يو منظم سازش لاندې سياسي، ديني او علمي قيادت په نښه کېږي، خو تر اوسه يې ذمه وار نه دی معلوم شوی۔ هغوی وويل، يوازې مذمتي بيانونه ورکول او يا دا پېښې د کوم تنظيم کارستاني ګرځول حکومت له ذمه وارۍ نه شي خلاصولی۔ د دوی په وينا، که حکومت خپله بنيادي ذمه واري نه شي ترسره کولای، نو بايد د خپلې ناکامۍ اعتراف وکړي او استعفا ورکړي۔هغوی وويل، د مدرسو خلاف سازشونه کوونکي ختم شوي، خو ديني مدارس تر نن ورځې قائم او دائم دي۔ هغوی زياته کړه چې حکومت د مدرسو د نصاب په اړه پوښتنې راپورته کوي، حال دا چې هغوی ته د مدرسو د نصاب په اړه پوره معلومات هم نشته۔دوی خبرداری ورکړ چې که حکومت د مدرسو خلاف ناروا اقدامات بند نه کړل، نو د کفنونو په سر تړلو سره به سړکونو ته راوځي او احتجاجونه به پيل کړي۔ هغوی وويل، مدارس او علما بې سرپرسته نه دي، او د مدرسو د بندولو نه وړاندې دې حکومت د تاريخ نه عبرت واخلي۔هغوی وويل، د تنظيمات مدارس تر چتر لاندې ديني مدرسو له وړاندې نه رجسټريشن او نور قانوني تقاضې پوره کړي دي، خو هر نوی حکومت د مدرسو د رجسټريشن او فنډنګ په طريقه کار نيوکې کوي او د رجسټريشن په نوم خنډونه جوړوي۔ د دوی په وينا، په هېواد کې لسګونه غربي اين جي اوز فعاليت کوي، خو د هغوی د رجسټريشن او فنډنګ په اړه څوک پوښتنه نه کوي۔مشرانو وويل، ديني مدارس او علما د هېواد د نظرياتي سرحدونو ساتونکي دي، او څوک چې د مدرسو اختيار سلبول غواړي، هغوی د “احمقانو په جنت” کې ژوند کوي۔ هغوی تور پورې کړ چې حکومت د سامراجي قوتونو په اشاره د ديني مدرسو خپلواکي او ازادي محدودول غواړي او د رجسټريشن په نوم د مدرسو پر ضد ګامونه اخلي۔هغوی وويل، جمعيت نظرياتي به د ديني مدرسو د ازادۍ او خودمختارۍ په معامله هېڅ ډول مداخله ونه مني۔ د دوی په وينا، ځينې “زرخريد ملايان” غواړي د مدرسو نظام د حکومت تر کنټرول لاندې راولي، خو تنظيمات المدارس او په ځانګړي ډول وفاق المدارس به دغه ډول منصوبې ناکامې کړي۔هغوی وويل، حکومت د خپلو ناکامو پاليسيو پړه پر مدرسو اچوي، حال دا چې ديني مدرسو کله هم پر حکومت بار نه دی اچولی او نه يې کله د حکومت نه مالي مرسته غوښتې ده۔ د دوی په وينا، ديني مدرسو د لکونو ماشومانو د تعليم، تربيت او کفالت ذمه واري پورته کړې ده او د هېواد او ټولنې په اصلاح او د امن او امان په ټينګښت کې يې مهم کردار ادا کړی دی۔
