کوټه (نوې ژوند) د مسلم ليګ (ن) مشرانو ويلي دي چې هغوی د داسې کومې پاليسۍ ملاتړ نه کوي چې د بلوچستان پرنټ ميډيا ته زيان ورسوي۔ د ميډيا پر ضد هره تګلاره به ردوي او د ميډيا د حقونو لپاره به پوره غږ پورته کوي۔دغه خبرې د بلوچستان پرنټ ميډيا د وفد سره د ملاقات پر مهال وشوې، چې د وفد مشري مير فاروق لانګو کوله۔ په دې موقع ډاکټر ناشناس لهړي او مير عبدالنبي سمالاني هم موجود وو۔په غونډه کې د مسلم ليګ (ن) مرکزي مشر فريد افغان، محمد يونس بلوچ، اطلاعاتو سيکرټري چوهدري شبير احمد، د وزيراعظم يوتھ کوارډينيټر حيدر اڅکزی، شاکر محمد حسني او نورو ګډون کړی و۔د مسلم ليګ (ن) مشرانو د ميډيا پاليسۍ په اړه د حيرانتيا څرګندونه وکړه او ويې ويل چې دا معامله به د پاکستان مسلم ليګ (ن) مرکزي قيادت مخې ته ږدي او ډېر ژر به د بلوچستان پرنټ ميډيا د استازو او د مسلم ليګ مرکزي مشرانو ترمنځ يوه ځانګړې غونډه راوبلل شي۔هغوی وويل چې مسلم ليګ (ن) د صحافت پر ازادۍ باور لري او پرنټ ميډيا خپل ځانګړی اهميت لري، ځکه چې دا د ذمه وار صحافت استازولي کوي۔
