کوټه (نوې ژوند) د پاکستان يونايټډ ورکرز فيډريشن بلوچستان جنرل سېکرټر پير محمد کاکړ په مشرۍ کې د کول ماینز ورکرز شاهرګ صدر هارون رشيد، سيد حکيم، عدالت خان او د کول ماینز ورکرز يونين پي ايم ډي سي سورنج جنرل سېکرټر امير خان او ساحر جان د پاکستان ماینز اونرز ايسوسي اېشن جنرل سېکرټر فتح شاه عارف سره مهمه ليدنه کړې ده۔په دې ليدنه کې د شاهرګ او سورنج د کول ماینز کارګرو ستونزو، د مزدورانو حقونو، په کانونو کې ناامنه حالاتو، د صحت او خوندیتوب انتظاماتو او نورو مهمو موضوعاتو تفصيلي جاج اخيستل شوی دی۔وفد وويل چې کان کيندونکي د هېواد د اقتصاد ملا تير دی او د ملي پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي، نو د هغوی لپاره خوندي ماحول، بنيادي اسانتياوې او باعزته روزګار برابرول د حکومت او اړوندو ادارو ذمه واري ده۔هغوی زياته کړه چې په کانونو کې پرلهپسې پېښې دا غوښتنه کوي چې د صحت او خوندیتوب قوانين په سختۍ سره عملي کړل شي او کارګرو ته جديد حفاظتي سامان، معياري وسايل او طبي سهولتونه برابر شي۔په دې غونډه کې د ماینز اينډ منرلز بل 2025 او د ماینز ايکټ 1923 کې د مجوزو ترميماتو په اړه هم تفصيلي بحث وشو۔وفد د صحت او خوندیتوب ځينو شقونو باندې سخت تحفظات څرګند کړل او غوښتنه يې وکړه چې د قانون جوړونې په عمل کې دې د ماینز مالکان، کنټرکټرز او د کارګرو نمايندګان شامل کړل شي، څو يو متوازن قانون جوړ شي چې هم د مزدورانو حقونه خوندي کړي او هم د صنعت پرمختګ کې مرسته وکړي۔وفد دا هم غوښتنه وکړه چې ټول ماینز کارګر دې د اي او بي آي سره رجسټرډ کړل شي او هغوی ته مناسب کور، پاکو اوبو، طبي سهولتونو او نورو بنيادي اسانتياوو برابرولو ته ځانګړې توجه وشي۔د پاکستان ماینز اونرز ايسوسي اېشن جنرل سېکرټر فتح شاه عارف د وفد موقف واورېد او د مزدورانو د ستونزو د حل لپاره يې د همکارۍ او مثبتو اقداماتو ډاډ ورکړ۔وفد وويل چې که کارګران، ماینز مالکان او کنټرکټران د ګډ باور او مشورې له لارې پرېکړې وکړي، نو نه يوازې د مزدورانو ستونزې به حل شي بلکې د کانونو صنعت به هم پرمختګ وکړي، توليد به زيات شي او پېښو کې به ښکاره کمی راشي۔
