پاکستان ۱۱ مئی ۲۰۲۶

د کشمیر مسئله له حل پرته په سیمه کې ثبات ناممکن دی: ولسمشر او وزیراعظم

اسلام آباد (نوې ژوند) ولسمشر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شريف د “معرکه حق” د يو کال پوره کېدو په مناسبت خپل پيغامونه جاري کړي، چې پکې ويل شوي د کشمیر مسئله له حل پرته په سیمه کې تلپاتې ثبات ممکن نه دی۔ولسمشر آصف علي زرداري په خپل پيغام کې فیلډ مارشل سيد عاصم منیر د قيادت او زړورو پرېکړو ستاينه کړې او هغه يې د معرکه حق د بريا لپاره مهم عامل بللی دی۔ هغه د پاکستان هوايي ځواک د مشر او شاهينانو د لوړ مهارت او مسلکي وړتياوو ستاينه هم کړې ده۔ولسمشر وويل چې پاکستان يو مسؤل او امن خوښ هېواد دی او د دښمن د يرغل په وړاندې يې متوازن او قوي ځواب ورکړی، چې نړۍ ته يې د هېواد دفاعي توان څرګند کړهغه زياته کړه چې د کشمیر مسئله بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو مطابق حل شي او پاکستان به د کشمير د ولس سياسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي۔ د هغه په وينا د هند له لوري د سندھ طاس معاهدې د ځنډولو هڅه د اوبو ترهګري ده، ځکه اوبه د ميليونو پاکستانيانو د ژوند مهمه برخه ده۔ولسمشر همدارنګه وويل چې افغانستان بايد خپله خاوره د پاکستان او نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي، او د ایران–امریکا تنازع کې د پاکستان سفارتي هڅې په نړۍ کې ستايل شوې دي۔بل لوري ته وزیراعظم شهباز شريف په خپل پيغام کې وويل چې معرکه حق د الله تعالی د نعمتونو د شکر ورځ ده او پاکستان د دښمن سخت شکست ورکړی دی۔هغه وويل چې قوم د شهيدانو او غازیانو قربانۍ نه هېروي، هغوی د هېواد د دفاع لپاره د فولادي دېوال په څېر ولاړ پاتې شول۔وزیراعظم زياته کړه چې د بري، بحري، هوايي او سایبري محاذونو له لارې پوځ پاکستان يو ناقابل تسخیر ځواک جوړ کړی دی او پاکستاني ولس نه ماتیږي او نه به مات شي۔هغه د فیلډ مارشل عاصم منیر، د هوايي ځواکونو مشر او د بحري ځواکونو مشر د ستراتيژۍ ستاينه هم وکړه۔وزیراعظم وويل چې پاکستان د خوارجو او “فتنه الہند” تر ختمېدو پورې خپل دریځ ته وفادار پاتې کېږي، او د کشمیر مسئلې حل پرته په سیمه کې ثبات نشي راتلای۔هغه وويل پاکستان اوس د يو مسؤل هېواد په توګه پېژندل کېږي او د نړیوال امن لپاره خپل سفارتي رول جاري ساتي، او د امریکا–ایران په تنازع کې د پاکستان منځګړيتوب هم نړۍ ستايی۔