مقامی ۱۱ مئی ۲۰۲۶

لوکل سرټيفيکيټ نه محروم پاتې کېدل د زده کوونکو او کار غوښتونکو لپاره لويه ستونزه ده: بيان

کوټه (وېبسايټ نوې ژوند) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ضلع کوټه له لوري په جاري شوي بيان کې ويل شوي دي چې د ډپټي کمشنر کوټه دفتر د خراب انتظام او ناقص نظام له امله له څو مياشتو راهيسې ښاريان د لوکل سرټيفيکيټ له اسانتيا بې برخې پاتې دي، په ځانګړي ډول هغه زده کوونکي چې تعليمي ادارو ته داخلې اخلي او هغه کسان چې د روزګار لپاره درخواستونه ورکوي۔په بيان کې ويل شوي چې د ډپټي کمشنر دفتر کې د لوکل سرټيفيکيټ د چاپ لپاره کاغذ نه موجود دی، او هر ځل سائلينو ته ويل کېږي چې “کاغذ له کراچۍ نه راغلی نه دی، انتظار وکړئ”۔ګوند پوښتنه کړې چې ايا په کوټه کې د دې کاغذ د چاپ اسانتيا نشته او که اداري نااهلي دې حد ته رسېدلې ده چې په ۲۰۲۶م کال کې هم کاغذ له کراچۍ چاپ کېږي۔بيان کې زياته شوې چې له کراچۍ څخه د چاپ لېږل يوازې د لګښتونو زياتوالی او د سرکاري خزاني بې ځايه استعمال دی، ځکه چې سائلين له شپږو مياشتو راهيسې د دفترونو دورې وهي۔ګوند وايي چې هره ورځ سلګونه سائلين او درخواست کوونکي له خپلو کورنيو سره د لرې پرتو سيمو څخه د سختې ګراني او لوړو کرایو باوجود دفتر ته راځي، خو بيا له مايوسۍ سره بيرته ستنېږي۔په بيان کې دا هم ويل شوي چې که څه هم کاغذ موجود وي، خو د سفارش او اثر رسوخ لرونکي کسانو ته لومړيتوب ورکول کېږي، په داسې حال کې چې عام خلک مياشتې مياشتې انتظار کوي۔ګوند زياته کړې چې د ډيجيټل او مصنوعي ذهانت (AI) په دور کې هم د کاغذ لپاره کراچۍ ته لېږل او انتظار کول د افسوس وړ عمل دی او سائلين له اذيت سره مخ کول د غندنې وړ دي۔پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه کړې چې د لوکل سرټيفيکيټ د اجرا طريقه ساده کړل شي، غير ضروري شرطونه ختم کړل شي او د چاپ بهير بې له ځنډه پيل کړل شي، څو ځوانان او عام خلک له دې ستونزې او ذهني اذيت څخه خلاص شي۔