مستونګ (نوی زواند) — په بلوچستان کې د کسټم د ادارې پر ضد د خلکو غصه ورځ تر بلې زیاتېږي. د لکپاس کسټم په ساحه کې د اورلګېدنې له پېښې وروسته، چې پکې د اربونو روپیو په ارزښت ولاړ موټرونه سوځېدلي، زیانمنو کسانو او عامو خلکو د کسټم پر چارواکو د سختې بېغورۍ او بېانصافۍ تورونه لګولي دي.زیانمن کسان وایي چې کسټم چارواکو له تېرو درېیو کلونو راهیسې سلګونه موټرونه د بېلابېلو قضیو له امله ضبط کړي وو، خو نه یې مقدمې فیصله کېدې او نه یې د خوشې کېدو لپاره اقدام کېده.د هغوی په وینا، په وروستۍ پېښه کې په لکپاس کسټم کې ولاړ ګڼ شمېر موټرونه په اور کې وسوځېدل او خاورو سره خاورې شول، چې ارزښت یې د اربونو روپیو په کچه اټکل کېږي.متاثره کسانو وویل چې په دغو موټرو کې یوازې قیمتي وسایط نه وو، بلکې د بې وزلو کورنیو د ژوند پانګه، روزګار او راتلونکی هم شامل و. هغوی دا هم ادعا وکړه چې په ځینو موټرو کې یوازې د کوچنیو قضیو په توګه ایرانی بسکټ، چاکلیټ او نور خوراکي توکي موجود وو، خو د مقدماتو د ځنډ له امله ټول سامان او موټرونه له منځه ولاړل.د خلکو په وینا، که چېرې قضیې پر وخت فیصله شوې وای، نو حکومت ته به د جرمانو په بڼه کروړونه بلکه اربونه روپۍ عاید ترلاسه شوی وای، او زیانمن کسان به له خپلو موټرو څخه د خپلو کورنیو د روزګار لپاره استفاده کولی شوای.زیانمنو کسانو له حکومته غوښتنه کړې چې ټولې ځنډېدلې قضیې دې ژر تر ژره حل شي، د زیانمنو خلکو تاوان دې ورکړل شي، د پېښې مسوول چارواکي دې تر قانوني چلند لاندې راشي، او د بلوچستان له خلکو سره د بېانصافۍ دا لړۍ دې ختمه کړل شي.د سیمې خلکو ویلي چې دا یوازې د موټرو زیان نه دی، بلکې د بلوچستان د خلکو د راتلونکي سوځېدل دي.
